د افغانستان د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز د برېښنایي پیسو او د وړو تمویلاتو مؤسسو سکتورونو کې د قانون رعایتولو مسئولینو ته یوه ورځنی روزنیز پروګرام جوړ کړ. دغه روزنیز پروګرام چې روان کال د کب 21 نیټه د افغانستان بانک په مرکزی دفتر کی تدویر شو، موخه یې د رپوټ ورکولو څرنګوالی او مکلفیتونه، د لویو او شکمنو معاملو پېژندنه او رپوټ وړاندې کولو په موخه او نورو اړوندو موضوعګانو په اړه بحثونه وشول.